القادر
كلمة (القادر) في اللغة اسم فاعل من القدرة، أو من التقدير، واسم...
73-1 اى په ځان پورې جامه راتاوونكیه!
73-3 چې هغه د دغې (شپې) نیمه (ده)، یا ته له دغې (نیمې) نه لږ څه كم شه
73-4 یا ته په دغې (نیمې) باندې څه اضافه وكړه او قرآن ښه ښكاره واضح لوله، واضح لوستل
73-5 بېشكه مونږ به خامخا په تا باندې ډېر دروند قول نازلوو
73-6 بېشكه د شپې پورته كېدل، دغه (پاڅېدل) د (نفس) د پايمال كولو په لحاظ ډېر سخت دي او د (قرآن د) ویلو په لحاظ ډېر سموونكي دي
73-7 بېشكه تا لره په ورځ كې ډېره اوږده مشغولتیا (مصروفيت) وي
73-8 او ته د خپل رب نوم یادوه او ده ته (له هر څه نه) جدا شه، پوره جدا كېدل
73-9 (دغه الله) د مشرق او مغرب رب دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ته دى (خپل) كار ساز ونیسه
73-10 او ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته دوى پرېږده ډېر ښه پرېښودل
73-11 او پرېږده ما او دروغ ګڼونكي چې د نعمت والا دي او دوى ته لږ مهلت وركړه
73-12 بېشكه زمونږ سره درانه ځنځیرونه (زولنې) او سوځوونكى اور دى
73-13 او داسې طعام دى چې په مرۍ كې نښتونكى دى او ډېر دردوونكى عذاب دى
73-14 په هغې ورځ كې چې ځمكه او غرونه به خوځېږي او غرونه به د شګو روانې ډېرۍ شي
73-15 بېشكه مونږ تاسو ته رسول درلېږلى دى، چې په تاسو (د قیامت په ورځ) شاهد دى، لكه څنګه چې مونږ فرعون ته رسول لېږلى و
73-16 نو فرعون د دغه رسول نافرماني وكړه، نو مونږ دغه (فرعون) ونیولو په سختو نیولو سره
73-17 كه تاسو كافر شئ، نو تاسو به ځان له هغې ورځې نه څنګه وساتئ چې (واړه) هلكان به سپین ږیري (بوډاګان) وګرځوي
73-18 اسمان په دغې (ورځ) كې چاودېدونكى دى، د دغه (الله) وعده كېدونكې ده
73-19 بېشكه دا (ایتونه) نصیحت (او پند) دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب ته تلونكې لاره غوره كړي، (نو غوره دې كړي)
73-20 بېشكه ستا رب یقینًا په دې پوهېږي چې ته د شپې (په درې برخو كې) له دوو نه لږ كم (لمانحهٔ ته) پاڅېږې او (كله) د دې نیمه برخه او (كله) دریمه برخه (هم) او له هغو كسانو نه یوه ډله هم چې له تا سره دي او الله شپه او ورځ مقدار (او اندازه) كوي، دى په دې پوه دى چې بېشكه حقیقت دا دى چې تاسو به هرګز د دې طاقت ونه لرئ، نو ده پر تاسو باندې رجوع وكړه، نو تاسو له قرآنه هومره لولئ چې اسان وي.
دى په دې پوه دى چې یقینًا شان دا دى چې په تاسو كې به مریضان وي او نور به په ځمكه كې سفر كوي، چې د الله فضل به لټوي او نور به د الله په لاره كې جنګ كوي، نو تاسو له دغه (قرآنه) هومره لولئ چې (درته) اسان وي او لمونځ قايموئ او زكاۃت ادا كوئ او الله ته قرض وركوئ، ډېر ښكلى قرض او هر هغه څه چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره له څه خیره مخكې لېږئ (نو) هغه به تاسو له الله سره ومومئ. دغه ډېر غوره او د اجر په لحاظ ډېر لوى دي او تاسو له الله نه بخښنه وغواړئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى